د پي ټي ایی لانګ مارچ,پولیس او پي ټي ایی کارکوونکو ترمینځ نښتې شوي

باغي ټي وي رپورټ
له لاهور څخه تر اسلام اباد پورې لانګ مارچ، لويې لارې او موټرې تړل شوې، چې د پوليسو او د پي ټي ايي د کارکنانو ترمنځ نښتې شوې دي
د عمران خان له اعلان وروسته چې ډي چوک به نن اسلام اباد ته رسېږي، ډي چوک له ټولو خواوو د کانټينرونو په وسيله وتړل شو.
ډي چوک ته تلونکي ټول سړکونه هم بند کړي شوي دي، په داسې حال کې چې د پي ټي آئي د لانګ مارچ د مخنيوي لپاره په مختلفو ښارونو کې په سړکونو کنټينرونه او ټرکونه ولاړ دي.
د لاهور او پيښور نه اسلام اباد ته غځېدلې لارې د جي ټي روډ او موټروې د خنډونو له امله بندې شوي او په ګڼ شمېر کې پوليس ګمارل شوي دي.
د راولپنډۍ فیض آباد انټرچینج هم سیل کړی شوی او د راولپنډۍ نه اسلام اباد ته تلونکې لارې هم د بندیدو امکان دی.
په لاهور کې پوليسو د پي ټي ائي د کارکنانو د مخنيوي لپاره په بيلا بيلو ځايونو کې بيريکيډونه لګولي دي کوم چې د پي ټي ائي کارکنان د لرې کولو لپاره بټي چوک ته رسيدلي دي .
کله چې د پي ټي آئي غړو د جي ټي روډ په بټي چوک سيمه کښې د خنډونو لرې کول شروع کړل نو د پوليسو او کارکنانو ترمېنځ نښته وشوه او پوليسو د پي ټي ائي په کارکنانو اوښکې بهوونکې ګيس ګوزار کړ.
د پي ټي آی کارکونکي غواړي خنډونه لرې کړي او راوي پل باندې واوړي کوم چې انتظامیې لخوا په کانټینرونو بند کړی شوی دی خو پولیس د راوی پل نه سل میټره وړاندې کارکونکي بند کړي دي.





