د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
د اروپايي ټولنې سفیرانو د افغانستان په اړه خبرې کړې دي
نوموړی وايي په دې غونډه کې همدا راز ددغه هېواد پر اوسني وضعیت او له افغانانو سره د مرستو او همکاریو لپاره د ډاډمنو لارو چارو پر پیدا کولو هم بحثونه شوي دي.
(2022 / 5 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي آندرس وان برنت په ټوېټ پیغامونو کې ویلي چې د اروپايي ټولنې سفیرانو تازه د افغانستان په اړه غونډه کړې ده او په دغه هېواد کې یې د وضعیت پر ترینګلتیا خبرې کړې دي.
نوموړی وايي په دې غونډه کې همدا راز ددغه هېواد پر اوسني وضعیت او له افغانانو سره د مرستو او همکاریو لپاره د ډاډمنو لارو چارو پر پیدا کولو هم بحثونه شوي دي.
هغه ویلي چې اروپايي ټولنه د افغانستان تر څنګ ولاړه ده او هڅه کوي له افغانانو سره پر وخت خپلو اړینو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.
دوی ویلي چې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی خو دوی به د خپلو مرستو او همکاریو لپاره دغه ډول ناستو ته ادامه ورکړي.