د پاکستان فوځ اهلکار او چورلکې په بلوچستان کښې د لګیدلي اور قابو کولو لپاره هڅې کوي

د پاکستان فوځ چورلکې د بلوچستان په شیرني سیمه کې د اور په مړولو کښې بوختې دي.
باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان په ځنګلونو کښې د تیر څو ورځو څخه اور لګیدلې دې او ددې اور د وژنې لپاره د پاکستان آرمي هم په فعاله توګه خپلو هڅو ته دوام ورکړې دې.
په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټونه او ویډیوګانې خپرې شوي دي چې د پاکستان فوځ چورلکې د بلوچستان په ځنګلونو کې د لګیدلي اور د وژنې لپاره په فضا کښې دي او لګیدلې اور وژني.
ځایی خلقو د پاکستان فوځ په بلوچستان کښې د لګیدلي اور د وژنې لپاره د هڅو ستاینه کړې ده.
د پاکستان فوځ ویاندې ادارې آیی ایس پي آر له لوري جاري شوي یوبیان کښې ویل شوي دي چې د کوئټې کور هيډکوارټر د PDMA سره په تماس کې دی. په ځنګل کې اور له لس زره فوټه لوړوالي څخه پیل شو او د ګرمې هوا او بادونو له امله لرې لرې خپور شو.
ویاند ویلي دي چې نږدې کلي د اورلګیدنې څخه لس کیلومتره لیرې دي او لس کورنۍ له ځپلو سیمو څخه ایستل شوي دي.د آئي ايس پي آر ترمخه ايف سي بلوچستان ماني خواه کښي طبي امدادي کيمپ جوړ کړے دے۔ د ایف سي ونګ، د پوځ 2 هیلي کوپټرې(چورلکې ) د اور په مړولو بوختې دي.
بلوچستان کے جنگلات میں لگی آگ پر قابو پانے کی کوششوں میں مصروف پاکستان فوج کے ہیلی کاپٹر pic.twitter.com/hXBhX3V1bO
— Naya Daur Urdu (@nayadaurpk_urdu) May 23, 2022





