اتحادي حکومت مهمه پریکړه او اعلان کړې

0
82

باغي ټي وي رپورټ
د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کښې اتحادي حکومت د خپل اساسي قانون د بشپړولو پرېکړه کړې ده او یو مهم اعلان ی کړې دې.

دسرچينو له مخې تيره ورځ د اتحادي ګوندونو په غونډه کې حکومت دموجوده دورې دپوره کولو لپاره سختې پريکړې کولو فیصله کړې ده.

سرچينې زياته کړې، چې اتحادي حکومت په دې اړه شکمن وو، چې ايا د اساسي قانون موده به بشپړه کړي او که له وخته مخکې ټاکنې وکړي، خو پرون په غونډه کې د رايو په اتفاق پرېکړه وشوه، چې د ٢٠۲۳ کال تر اګست مياشتې پورې به د اساسي قانون موده بشپړه شي.
د حکومتي سرچینو په وینا د ایتلافي مشرانو تر منځ د تېرې شپې په خبرو کې د پټرولیم مصنوعاتو د نرخونو په اړه د سختو پرېکړو لپاره پرېکړه وشوه ځکه چې حکومت په لوړه بیعه تیل اخلي او په ارزانه بیعه تیل خرڅوي.

سرچينې وائي اصف علي زرداري په تيرو څو ورځو کښې ديو مهم کس سره ليدنه کړې وه او ددغه مهم شخص تر ليدنې وروستو اصف علي زرداري شهباز شريف اؤ مولانا فضل الرحمان سره ليدنه کړې وه، به دې لیدنه کښې د مشوره کولو څخه پس دحکومت د دور بشپړه کولو لپاره فيصله وشوه.

Leave a reply