ښايي پرنګورو قرباغ پر رسمیت وپېژندل شي

0
128

ښايي پرنګورو قرباغ پر رسمیت وپېژندل شي 

نګورنو قره باغ سيمه د اذربايجان اړوند وه چې د ارمنستان له لوري اشغال شوې وه. دا سيمه د دواړو هيوادونو تر منځ د تېر کال په جګړه کې بيرته له اذربايجان سره يو ځای شوه.

 

(2022 / 5 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اذربایجان او ارمنستان مشرانو د دواړو هيوادونو تر منځ د لانجمنې سیمې نګورنو قره باغ د سولې د طرحې په تړاو په بروکسل کې خبرې کړې دي.

تر دې خبرو وړاندې د اروپايي شورا مشر چارلز میشل د اذربایجان له ولسمشر الهام علييوف او د ارمنستان له لومړي وزير نیکول پاشینیان سره جلا – جلا کتنې درلودې.

د اذربايجان ولسمشر ويلي، له ارمنستان سره د اړيکو د عادي کولو لپاره يې پنځه اساسي اصول ټاکلي دي.

د ارمنستان لومړي وزير هم ويلي چې د اذربايجان له لوري ور وړاندې شوي اصول د منلو وړ دی.

که څه هم د دواړو لوريو تر منځ د شويو خبرو او دغه راز وړاندې شويو اصولو په تړاو پوره جزيات نه دي ورکړل شوي خو د پاشنيان يو شمېر مخالفينو د هغه څرګندونو ته په پام سره ويلي چې ګنې ارمنستان چمتو دی څو پر نګورنو قره باغ سیمې د اذربايجان حاکميت په رسميت وپېژني.

نګورنو قره باغ سيمه د اذربايجان اړوند وه چې د ارمنستان له لوري اشغال شوې وه. دا سيمه د دواړو هيوادونو تر منځ د تېر کال په جګړه کې بيرته له اذربايجان سره يو ځای شوه.

Leave a reply