امریکا اعتراف کړی چې د نړۍوالو قدرتونو تر منځ د جګړې ګواښ مخ پر ډېرېدو دی 

0
146

امریکا اعتراف کړی چې د نړۍوالو قدرتونو تر منځ د جګړې ګواښ مخ پر ډېرېدو دی 

دغه لوړپوړي پوځي جنرال فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي، هغه نړۍ چې اوس تاسې وردننه کېږئ، په جدي توګه بې ثباته ده او ورځ تر بلې د بې ثباتۍ لور ته روانه ده.

 

(2022 / 5 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي اعتراف کړی دی چې د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د جګړې ګواښ ورځ تر بلې جدي کېږي.

ټاس اژانس راپور ورکړی دی چې جنرال مارک میلي دا څرګندونې د وسټ پوینټ پوهنتون کې د نویو پوځیانو یوې فراغت غونډې ته په خبرو کې کړې دي.

هغه ویلي چې امریکا په اوسمهال کې له دوو سترو قدرتونو سره مخ ده چې یو یې روسیه او بل هغه چین دی. میلي زیاته کړې ده چې دواړه هېوادونه له پرمختللو نظامي وړتیاوو برخمن دي او دواړه هېوادونه هڅه کوي چې نړیوال نظم ګډوډ کړي.

دغه لوړپوړي پوځي جنرال فارغ شویو سرتېرو ته په خطاب کې ویلي، هغه نړۍ چې اوس تاسې وردننه کېږئ، په جدي توګه بې ثباته ده او ورځ تر بلې د بې ثباتۍ لور ته روانه ده.

د نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې روسیه په اوکراین کې د جګړې ګټلو ته نږدې شوې ده.

Leave a reply