روسیې د اوکراین جګړه کې د ۱۰۰۰ اوکراینۍ الوتکو د لۀ منځه وړلو دعوه کړې

روسیې د اوکراین جګړه کې د ۱۰۰۰ اوکراینۍ الوتکو د لۀ منځه وړلو دعوه کړې
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلي چې د روسي پوځیانو ځانګړي عملیات د اوکراین په ټولو څنډو کې دوام لري او دا عملیات به تر هغه وخته پورې روان وي څو پورې چې یې اوکراین ازاد کړی نه وي.
(2022 / 5 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د روسیې د دفاع وزارت ویلي چې د اوکراین جګړې له پیله تر اوسه پورې یې ۱۰۰۰ اوکرایني الوتکې رانسکورې کړې دي.
د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف ویلي چې د روسي پوځیانو ځانګړي عملیات د اوکراین په ټولو څنډو کې دوام لري او دا عملیات به تر هغه وخته پورې روان وي څو پورې چې یې اوکراین ازاد کړی نه وي.
نوموړي چې د لومړي ځل لپاره یې د اوکراین جګړه کې د خپلو لاسته راوړنو په اړخبرې کولې وویل، چې د دې جګړې له پیله تر اوسه پورې د اوکراین شاوخوا ۱۷۴ جنګي الوتکې، ۱۲۵چورلکې، ۹۷۷ بې پیلوټه الوتکې، ۳۱۷ توغندویي سیستمونه، ۳۱۹۸ زرهي ټانکونه، ۴۰۸ راکټ اندازه، ۱۶۲۲ توپخانهیي توغندي او ۳۰۷۷ پوځي ځانګړي موټرونه له منځه وړل شوي دي.
نوموړي خپل اړخ ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو یوازې دومره یې ویلي چې د دوی د تلفاتو په اړه خپاره شوي راپورونه له پیله تر اوسه تبلیغاتي بڼه لري.





