چین لۀ افغانستان سره د بشري مرستو پۀ موخه ۱۰۰ زره ډالر مرسته وکړه 

0
187

افغانستان کې د چین هېواد شارژدافیر ډینګ ینان د افغان سرې میاشتې له سرپرست مطیع الحق خالص سره په لیدنه کې د نورو مسایلو د بحث تر څنګ د چین د سره صلیب له لوري په هېواد کې له وروستیو سیلاب ځپلو او اړمنو سره د مرستې په پار د سل زره امریکايي ډالرو بشردوستانه مرسته وسپارله.

(2022 / 5 / 20  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

چین د خپلو مرستو په دوام له افغان سرې میاشتې سره د ۱۰۰ زره ډالرو مرسته وکړه.

افغانستان کې د چین هېواد شارژدافیر ډینګ ینان د افغان سرې میاشتې له سرپرست مطیع الحق خالص سره په لیدنه کې د نورو مسایلو د بحث تر څنګ د چین د سره صلیب له لوري په هېواد کې له وروستیو سیلاب ځپلو او اړمنو سره د مرستې په پار د سل زره امریکايي ډالرو بشردوستانه مرسته وسپارله.

چین تر دې وړاندې هم په ډېره اندازه بشري مرستې له افغانستان سره کړي دي. له افغانستان سره دا مرستې داسې مهال کېږي چې افغانان تر بل هر وخت لاسنیوي ته اړتیا لري.

Leave a reply