د بلوچستان په تربت سیمه کښې ښځینه ځانمرګي بریدګرې څوک تیاروي؟

0
49

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان حکومت وياند فريد عظيم شاه وئيلي دي چې تربت کښې د ترهګرو او نور شکمنو په ضد عملياتو کښې د سکيورټي فورسز لخوا د نيولي شوي ميرمنې په ذريعه ډير انکشافات مخې ته راغلي دي د تربت یو ترهګر اچهو ميرمن د زياتې ښځینه بریدګرو په تیارولو کښې ککړه وه او په ترهه ګرۍ کښې بهرني لاسونه هم ککړ دي ، هغه وایی چې ډیر زر به زموږ د قانون پلي کوونکي ادارې اصلي څېرو ته ورسېږي.

د این این آیی خبري آژانس د راپور له مخې د صوبایی حکومت ویاند وایی چې د چینايي کمپنیو د بلوچستان څخه د وتلو خبرونه بې اساسه دي، د بلوچستان ثبات او پرمختګ د پاکستان ثبات او پرمختګ دی، هغه وایی چې د عبدالقدوس بزنجو پر ضد به د عدم اعتماد تحریک به ناکامه شي، د لادرکه شویو کسانو مسله ډېره حساسه ده، غونډې ته په وینا کې نوموړي وویل چې د جولای په ۱۶مه ټي ډي مکران رينج او خفيه ادارو کاروائي کړې او تربت کښې يو کور نه نورجهان او د هغې ملګرے نيولي دي۔

هغه وایی چې د هغې د قبضې نه خودکش جیکټونه او بارودی مواد برآمد شوی دی.د هغې په ضد د مکران پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده.د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج کړې شوې ده. ددې میرمنې تعلق د بلوچستان لبریشن آرمي مجید بریګیډ څخه دې .
د دې ښځې په ذریعه ډیر انکشافات مخې ته راغلي دي.هغه ویلي دي چې د ښځو استعمال په ترهګریزو کړنو کې یو ناوړه عمل دې.
ده وويل چې دترهګرۍ مېرمنې اسلم عرف اچهو میرمنې زياتې ښځې پيداکوي او دوی له د ځانمرګي برید ټریننګ ورکوي، هغه وويل چې استخباراتي ادارې زياتې کاميابۍ ترلاسه کوي، هغه وويل چې د وحيده، حميده او فهميده په نومونو دښځو نومونه مخې ته راغلي دي چې دترهه ګرۍ لپاره کارول کيږي. هغه وويل په ترهګرۍ کې بهرنۍ لاسونه لاس لري. هغه زياته کړه، چې د نورجهان په نوم مېرمنې په ډاګه کړې، چې د ترهګرۍ لپاره مالي مرسته کیږي، د نديم په نوم يو کس به له دوبۍ څخه پيسې رالېږلې.
هغه وویل چې دوی په بهرنیو هیوادونو کې ناست او په پاکستان کې ترهګري کوي. هغه وويل چې وزيراعلي عبدالقدوس بزنجو ده ته بلنه ورکړې وه چې هيواد ته راشي او په قومي سټريم کې شامل شي. ده ووئيل زياتره هېوادونه نه غواړي چې يو باثباته پاكستان وويني. ده ووئيل بلوڅ ښځې د هېواد په ضد د كارولو سوچ هم نه شي كولې٬ بې له شكه بهرنۍ لارې په دې كار كښې لاس لري٬ ده ووئيل ډېر زر به زمونږ قانون نافذوونكي ادارې اصلي کردار ته ورسیږي، هغه وایی چې دا خلقد ځوانانو او ښځو د ځانمرګي بریدونو لپاره ددوی د ذهنونو برین واشنګ کیږي.
هغه زياته کړه، چې په دې وروستيو کې د بلوچستان وزيراعلي د بلوچستان د پرمختګ لپاره د رېکوډک پروژه لاسليک کړې ده، د رېکوډک په څېر پروژه د پاکستان په تاريخ کې نه ده رامنځته شوې. هغه وويل دا ډول منصوبې بدبختانه دوی نه شي زغملې ، هغه وويل کومو کسانو چې په تير حکومت کې دبې اعتمادۍ تحريک راوړلو کښې دا خلق د ټولو څخه وړاندې وو او هغه زیاته کړه چې عدم اعتماد تحریک به ناکامه شي.
ده ووئيل د محروميت احساس خبرې دې ختم كړې شي٬ بلوچستان كښې دا مهال مهمې پروژې روانې دي٬ د بلوچستان ثبات د پاكستان ثبات دى۔ هغه وویل چې د لادرکه شوو کسانو مسله ډیره حساسه ده. ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل بلوچستان ته دچينايي کمپنيو د واپس کیدو خبرونه بې اساسه دي، بلوچستان ته نورې کمپنۍ هم راځي، هغه اوویل چې دوه نورې چينايي کمپنۍ هم بلوچستان ته د پانګونې لپاره راځي.

Leave a reply