وزیراعظم شهباز شریف د ډالر اوچت الوت په اړه اقتصادي کارپوهان د غونډې لپاره رابللي

0
87

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف د ډالرو په ارزښت کې د پرله پسې زياتوالي او د پاکستاني روپۍ په ارزښت کښې د کمي په اړه نوټس اخستې دې.

وزيراعظم شهباز شريف د ډالر په نرخ کښې د زياتوالي نوټس اخستو په لړ کښې د اقتصادي صورتحال په اړه مهمه غونډه رابللې ده۔ غونډه كښې به د خزانې وزارت، اېف بي آر او د تجارت وزارت چارواكي ګډون كوي او ددې اقتصادي ستونزې د هوارولو لپاره به په تګلاره باندې ټینګار وشي.
دسرچينو ترمخه دوزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې ترسره شوې غونډه کې به دډالرو په ارزښت کې دزياتوالي دمخنيوي په اړه خبرې اترې کيږي او دغير ضروري څيزونو په وارداتو بنديز لګولو په فيصله عمل درآمد راپور به وزيراعظم ته وړاندې کيږي.

سرچينې زياته کړې چې په غونډه کې به د وارداتو او صادراتو په اړه هم وزيراعظم ته خبر ورکول کېږي.

Leave a reply