د امریکایی ډالر په مقابله کښې د پاکستاني روپۍ ارزښت نور هم کم شوې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستانۍ کلدارې د امریکایی ډالر په مقابله کښې ارزښت د لوېدو لړۍ دوام لري او په انټربینک مارکېټ کې د ډالر ارزښت دوه سوه روپۍ ته نزدې شوې دې .
په انټربینک مارکیټ کې ډالر دکاري ورځې په پیل کې د61 پیسو په مقابل کې 200 روپۍ ته راښکته شوي، په داسې حال کې چې په ازاد بازار کې ډالر د 201 روپو څخه اوښتی دی.
دا اونۍ د ډالر بیه ۷.۳۸ روپۍ لوړه شوې، په داسې حال کې چې د نوي حکومت له راتګ راهیسې په انټربینک بازار کې ډالر ۱۶.۹۷ روپۍ لوړ شوی دی.
بل لوري ته وزيراعظم شهباز شريف د ډالر په ارزښت کې د پرله پسې زياتوالي نوټس اخستى او د اقتصادي چارو پوهان يې د مشورې لپاره بللي دي.
تيره ورځ د ماليې وزير مفتاح اسماعيل هم په انلاين توګه د IMF ډلې سره په يوه غونډه کې ګډون کړى و او وئيلي يې وؤ چې حکومت به ډير زر اقتصادي وضعيت کابو کړي.
ياده دې وي چې تيره ورځ ډالر د 2 روپۍ 65 پيسې په لوړيدو سره ۱۹۸ روپۍ او ۳۹ پیسو روپۍ ته ورسيدل.






