بانکي ستونزې؛ افغان حکومت د برېښنا له درکه سل میلیونه ډالر پوروړوی دی

0
94

بانکي ستونزې؛ افغان حکومت د برېښنا له درکه سل میلیونه ډالر پوروړوی دی

د افغانستان برېښنا شاوخوا ۷۳ سلنه وارداتي ده چې تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینیېږي. ازبکستان هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې برېښنا ترې وارېدېږي، بیا په ترتیب ترکمنستان، ایران او تاجکستان دي.

 

(2022 / 5 / 19   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وايي د برېښنا له درکه د ګاونډیو هېوادونو سل میلیونه ډالر پوروړوي دي.

د اوبو او برېښنا وزارت وایي په وروستیو کې د بانکي ستونزو او د پیسو په لېږد کې د خنډونو له امله د برېښنا له درکه د هغو هېوادونو شاوخوا سل میلیونه ډالر پوروړوي دي چې افغانستان برېښنا ترې وارده کړې ده.

د افغانستان برېښنا شاوخوا ۷۳ سلنه وارداتي ده چې تر ډېره د مرکزي اسیا له هېوادونو تامینیېږي. ازبکستان هغه هېواد دی چې تر ټولو ډېرې برېښنا ترې وارېدېږي، بیا په ترتیب ترکمنستان، ایران او تاجکستان دي.

افغان حکومت وایي دوی ددغه هېوادونو سل میلیونه ډالر پوروړوي دي خو تر ټولو ستره ستونزه یې د پیسو په لېږد کې بانکي مسایل دي چې د حل لپاره یې هڅې روانې دي.

Leave a reply