المان کې د اې‌اف‌ډي ګوند: ژر دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي

0
91

المان کې د اې‌اف‌ډي ګوند: ژر دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي

د المان د اې‌اف‌ډي ګوند مشر تیو کروپاله ویلي چې د طالبانو حکومت دې ژر تر ژره په رسمیت وپېژندل شي.

 

(2021 / 9 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)،

د المان د اې‌اف‌ډي ګوند مشر تیو کروپاله ویلي چې د طالبانو حکومت دې ژر تر ژره په رسمیت وپېژندل شي. هغه زیاته کړې چې دا چاره د دې لپاره اړینه ده چې دوی خپل سفارت په کابل کې پرانېزي او هغه افغان کډوال چې د المان حکومت رد کړي دي بېرته خپل هېواد ته واستوي. هغه زیاته کړې چې ډیپلوماټیک روابط په دې خاطر هم مهم دي چې دوی د طالبانو جهان بیني وګوري څو ډاډه شي چې دغه خلک په رښتیا بدل شوي دي او کنه. تیو کروپاله چې د المان د پارلماني ټاکنو لپاره یې یو ټیم جوړ کړی دی زیاتوي چې د راتلونکي حکومت د بهرنیو چارو وزیر نباید د اوسني هغه هایکو ماس تېروتنې تکرار کړي او باید یو خپلواک او مستقل بهرنی سیاست پر مخ بوځي. هغه ټینګار کړی دی چې نباید په افغانستان کې د لیبیا په څېر د المان سفارت اووه کاله تړلی پاتې شي.

Leave a reply