د ا.ا.ا: د شیرخان بندر دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده

0
161

د ا.ا.ا: د شیرخان بندر دروازه د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده

هغه زياته کړې، تر هغې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اعتماد او د بهرنیو چارو وزارتونو په سطحه یو تفاهم نه وي رامنځته شوی، د شېرخان بندر دروازه به بنده وي او سیمه ییزو چارواکو ته ویل شوي چې له هغې خوا هم چاته اجازه ورنه کړي چې افغانستان ته را واوړي.

(2022 / 5 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ا.ا چارواکو منلې چې د شيرخان بندر دروازه یې تړلې ده او هيچا ته ترې د تېريدو اجازه نه ورکوي.

د ا.ا مرکزي وياند ويلي، دا پرېکړه يې په دې برخه کې د تاجکستان د دريځ په غبرګون کې کړې ده. نوموړي ويلي، له تېرو څو مياشتو راهيسې د تاجکستان له خوا له شيرخان بندره راتګ کيده، خو تاجکستان له دې لوري چا ته آن د سفر د قانوني اسنادو پر لرلو سربېره هم د ور اوښتو اجازه نه ورکوله.

د ا.ا وياند وايي، په ځلونو يې له تاجکستانه د پولې د پرانیستلو غوښتنه کړې خو له هغه لوري يې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.

Leave a reply