د تورخم پولې اړوند خبر غلط دۍ: په کابل کښې د پاکستان سفارت بیان

0
164

باغي ټي وي رپورټ
د څو ورځو نه په ټولنیزو رسنیو داسې خبرونه خپار شوي دي چې د دولسم ستمبر نه به پاک افغان تورخم پوله پرانستل شي.
په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارت دا خبره دروغ بللې او ویلي ی دي چې دا خبره دروغ او بې بنیاده دي.

د پاکستان سفارت د ټویټر پانړې له لارې دا خبره کړي چې د تورخم لاره په بشپړه توګه پرانستلو خبر دروغ دې.
په تورخم کښې د سرکاري سرچینو ترمخه هم نن پورې افغانان کولې شي چې د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شی او پاکستانیان کولې شي چې د افغانستان نه پاکستان ته راشي .


د سرچینو ترمخه صرف هغه افغانان بیماران کولې شي چې د تورخم له لارې پاکستان ته راشي کوم چې د علاج لپاره د پاکستان سفر کوي.

Leave a reply