سیاسي مشران دې د پاکستان په ضد بیانونه نه ورکوي: د پاکستان لویو سوداګرو غوښتنه

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د هېواد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشرانو د پیټرولیم مصنوعاتو د بیعو د لوړولو ملاتړ کړی دی او ویلي ی دي چې باید حکومت د تیلو قیمت زیات کړي.

په کراچۍ کې د پاکستان د روپۍ مضبوطولو کانفرنس ته د وینا پر مهال د بلډرز اینډ ډویلپرز ایسوسی ایشن (آباد) چیئرمېن محسن شیخاني حکومت ته مشوره ورکړه چې که د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) سره د خبرو اترو لپاره د تیلو نرخونه لوړول وی نو دا دې زیات کړې شي.

د پاکستان د سوداګرۍ خونې مخکښه څېره عارف حبیب وايي، پاکستان ۲۷ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري، سیاسي ګوندونه باید داسې څرګندونې ونه کړي چې د پاکستان ته زیان ورسوي او بدنام ی کړي.
د پاکستان فاریکس ایسوسی ایشن مشر ملک محمد بوستان وايي، په ۱۹۹۸ کال کې د پاکستان اټومي ازموینې وروسته د پاکستان د بهرنیو اسعارو ذخیرې یوازې ۵۰۰ ملیون ډالره وې، هغه وایی چې نن ورځ حالات ډېر ښه دي.
د پاکستان د ایکسچینج کمپنیز جنرل سیکرټري ظفر پراچا وویل چې د IMF تړون د فنډ راټولولو لپاره یو معیار دی خو حکومت سختې پریکړې نه کوي.

Leave a reply