شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا امنیتي ځواک اهلکار په نښه شوي

په برید کښې دوه امنیتي اهلکار وژل شوي دي
باغي ټي وي رپورټ
د لومړنيو راپورونو له مخې د شمالي وزيرستان د ميرعلي تحصيل د عيدک سيمې سره نزدې په بنو ميرانشاه روډ د امنيتي ځواکونو په ګاړي د بمي چاؤدنې په نتيجه کې دوه امنيتي اهلکار شهيدان او څلور نور ژوبل شوي دي.
په دغه برید کې دوه سیمه ییز ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي. د ځايي پوليسو سرچينې وايي، چې نن د خالي په ورځ د ميرعلي سب ډويژن عیدک سيمې ته څېرمه موټر بم چاودنه شوې، خو سرچينې دا نه ده تاييد کړې، چې بريد د ريموټ کنټرول وو او که ځانمرګى بريد وو.