د آسیا پرمختیایي بانک کاروکوونکو د هغوی معاشونو نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی

د آسیا پرمختیایي بانک کاروکوونکو د هغوی معاشونو نۀ ورکړې لۀ امله لاریون کړی
اعتراض کوونکي زیاتوي چې د اسیا پراختیایي بانک له مسوولانو سره یې څو ځلې اړیکه نیولې، خو ځواب یې نه دی ورکړی. دوی ټینګار کوي چې په ډېر ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
(2022 / 5 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اسیا پراختیايي بانک یا «ADB» د اړوند پروژو یوشمېر کارکوونکو نن په کابل کې د یوناما دفتر مخې ته، د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله اعتراض وکړ.
دغه کارکوونکي وايي چې د یاد بانک ۷۰ سلنه پروژې یې بشپړې کړي، خو له اتو میاشتو راهیسې یې معاشونه نه دي ترلاسه کړي.
اعتراض کوونکي زیاتوي چې د اسیا پراختیایي بانک له مسوولانو سره یې څو ځلې اړیکه نیولې، خو ځواب یې نه دی ورکړی. دوی ټینګار کوي چې په ډېر ناوړه اقتصادي وضعیت کې دي.
یو اعتراض کوونکی محمداصف محسني وایي: «موږ د انجینيرۍ ټيم د مخکیني حکومت له ړنګېدو مخکې او وروسته، له شپږو تر اتو مياشتو راپدېخوا خپل معاشونه نه دي ترلاسه کړي. څو ځله د بانک دفتر ته مو برښنالیکونه واستول، په ډېر بد اقتصادي وضعیت کې یو.»
د اسیا پراختیایي بانک د پروژو کارکوونکي څرګندوي، که چېرته یې غوښتنو ته پام ونهشي، خپل اعتراضونه به پراخوي، تر هغو چې معاشونه ترلاسه کړي.
مخکې له دې هم، هغه کارکوونکي چې له نړیوال بانک او نورو بنسټونو سره کار کړی، د خپلو معاشونو د نه ورکړې له امله یې اعتراض کړی دی.






