کاناډايي وکیل؛ د پارلمان آنلاین غونډه کې لۀ تشناب نه تر برخې اخیستو وروسته بښنه غوښتې 

0
176

کاناډايي وکیل؛ د پارلمان آنلاین غونډه کې لۀ تشناب نه تر برخې اخیستو وروسته بښنه غوښتې 

دا د لېبرال دويم غړی دی چې له تېر کال راهيسې د پارلمان په ويډيويي غونډو کې په ناسم وضعيت سره ګډون کوي. شفقت علي ۵۵ کلن دی او په پارلمان کې د تورنټو د شمال لويديځ برامبټون مرکز استازی دی.

 

(2022 / 5 / 11  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کاناډا کې د پارلمان یوه وکيل له هغه وروسته بښنه غوښتې ده چې له تشنابه يې په رسمي ويډيويي غونډه کې ګډون کړی و.

ياد وکيل شفقت علي نوميږي او د کاناډا د لېبرال ګوند غړی دی.

دا د لېبرال دويم غړی دی چې له تېر کال راهيسې د پارلمان په ويډيويي غونډو کې په ناسم وضعيت سره ګډون کوي. شفقت علي ۵۵ کلن دی او په پارلمان کې د تورنټو د شمال لويديځ برامبټون مرکز استازی دی.

علي، پر هغه تر سختو نيوکو وروسته بښنه غوښتې او ويلي يې دي چې بيا به دا ډول تېروتنه تکرار نه کړي. د کاناډا د پارلمان رييس د شفقت علي بښنه صادقانه بللې او د هغه دوسيه يې تړلې ده.

رييس، د پارلمان غړو ته سپارښتنه کړې چې تر دې وروسته دې له اړتيا پرته په انلاين غونډو کې خپلې کمرې نه روښانه کوي.

Leave a reply