ټاکل شوې چې بلیغ الرحمان د پنجاب د ګورنر په توګه وټاکل شي

0
232

باغی ټي وي رپورټ
ټاکل شوې چې د مسلم ليګ ن مشر بليغ الرحمان د پنجاب د ګورنر په توګه وټاکي.

دسرچينو ترمخه مسلم ليګ(ن) بليغ الرحمان ته دپنجاب دګورنر جوړولو فيصله کړې ده چې په اړه يې سمري وزيراعظم د پاکستان اولس مشر یعني صدر ته هم ليږلې ده.

بلیغ الرحمان د مسلم لیګ (ن) په پخواني حکومت کې د تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر او د وفاقي تعلیم او مسلکي روزنې وفاقي وزیر هم پاتې شوی دی.

تيره ورځ دکورنو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې دپنجاب ګورنر عمر سرفراز چيمه دشپږو ورځو دپاره ميلمه دى اؤ دپنجاب نوى ګورنر به ټاکل کيږي.
بل اړخ ته د پيپلز پارټي وفد نن حمزه شهباز سره ملاقات کړ ېدې او هغه ته ئي د پنجاب وزيراعلي په حيث ټاکلو مبارکي ورکړي ده۔

دسرچينو له مخې پيپلز گوند مسلم ليگ(ن) ته دپنجاب گورنرۍ لپاره دمخدوم احمد محمود نوم وړانديز کړى وو.

Leave a reply