د افغانانو درې مړي نن د تورخم له لارې افغانستان ته ورسول شول

پاک افغان پوله تورخم: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان بارډر تورخم په پوله سرچینو رسنیو ته تصدیق کړې چې درې افغانان چې د پاکستان په مختلفو ښارونو کښې وفات شوی وو نن د تورخم له لارې خپل هیواد کښې د خاورو سپارلو لپاره ورسول شول.
په تورخم پوله سرچینو اوویل چې دې افغان مړو سره خپل خپلوان هم وو او دوی ته سهولت ورکړې شو چې دوی خپل مړي افغانستان کښې خارو ته اوسپاري.
د سرچینو مطابق یو دا افغانان په اسلام آباد، پنډۍ او پیښور کښې په حق رسیدلي وو، یاده دې وو چې نن شیخ رشید په یو بیان کښې ویلي دي چې د هند نه به دوه افغان مړي د واهګه په پوله پاکستان ته راوړل شی او بیا به د تورخم په لاره خپل ملک ته ویوړل شي.






