شمالي وزیرستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو برید شوې

باغی ټي وي رپورټ
دشمالي وزيرستان تحصيل شوال کې دامنيتي ځواکونو په کاروان ريموټ کنټرول بمي بريد شوې دې.
د ریموټ کنټرول بمي برید د شمالي وزیرستان شوال په مانا سيمه کې بمي ترسره شوې چې په نتيجه کې يې يو امنيتي سرتیری نور حيات ژوبل شوى دې.
د سرچینو ترمخه ژوبل اهلکار نزدې روغتون ته رسول شوى دي.
سرچینې وایی چې یاده سیمه امنيتي ځواکونو پخپله ولقه کې اخستې او د شکمنو تندروو په ضد د لټون عمليات يې پيل کړي دي. د یادونې ده چې تیرو څو ورځو کې په شمالي وزیرستان کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو د تندروو
ډلو بریدونو کې زیاتوالې راغلې دې او یو شمیر سرتير وژل شوي او ټپیان شوي دي، د پاکستان وزارت خارجه له لوري ددې بریدونو په سختو ټکو کې غندنه هم شوې ده او غوښتنه شوې ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شی او ددې باید په راتلونکي کې مخه ونیول شي.






