المان: د پاتې کسانو ایستلو لپاره باید طالبانو سره خبرې وکړو

0
90

المان: د پاتې کسانو ایستلو لپاره باید طالبانو سره خبرې وکړو

د المان د دفاع وزیرې ویلي چې د پاتې الماني اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د خوندي ایستلو لپاره اړینه ده چې د ا.ا.ا سره خبرې اترې وشي.

 

(2021 / 9 / 11 نېټه باغي ټلویزیون)

د المان د دفاع وزیرې ویلي چې د پاتې الماني اتباعو او د هغوی د افغان همکارانو د خوندي ایستلو لپاره اړینه ده چې د ا.ا.ا سره خبرې اترې وشي. کرامپ کارن باور ویلي چې دا خبرې اړینې دي خو په دې مانا نه دي چې دوی طالبان په رسمیت پېژندلي دي. هغې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو څخه انکار نه دی کړی خو ټینګار یې کړی دی چې څو پورې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل نه وي کړی دوی به یې په رسمیت ونه پېژني. کارن باور څرګنده کړې ده چې که چېرته د ا.ا.ا غواړي چې نړۍ یې په رسمیت وپېژني نو باید بشري حقونو، د ښځو حقونو او د بشر نورو بنسټيزو حقونو ته پوره درناوی وکړي.

Leave a reply