د کابل په پغمان ولسوالي کې د ټرافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان شوي

0
283

د کابل په پغمان ولسوالي کې د ټرافيکي پېښې له امله شپږ کسان ټپيان شوي

د کابل ولايت اړوند پغمان ولسوالي کې سرچینې وايي چې نن مازديګر د کابل-کندهار پر لویه لاره «پرېکړې» سیمه کې يوې سراچه ډوله موټر له باروړونکي مازدا موټر سره ټکر کړی دی.

 

(2022 / 5 / 2   نېټه باغي ټلویزیون)

شپړ راپور 

د کابل ولايت اړوند پغمان ولسوالي کې سرچینې وايي چې نن مازديګر د کابل-کندهار پر لویه لاره «پرېکړې» سیمه کې يوې سراچه ډوله موټر له باروړونکي مازدا موټر سره ټکر کړی دی.

د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې شپږ کسان ټپيان شوي دي. سرچينه زياتوي چې د دوو ټپیانو روغتيايي وضعيت نازک دی.

په ورته مهال سرچينه د يادې ټرافيکي پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي په ګوته کوي.

محلي مسوولانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Leave a reply