په کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شوی
په کابل کې د پرونۍ چاودنې له امله د مرګ ژوبلې شمیر لوړ شوی
تېره ورځ د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند علاوالدین کې د خلیفه په نوم د صوفیانو فرقې په یوه خانقاه کې د جمعې لمانځه وروسته، هغه وخت چې خلک د ذکر په حلقو کې سره راټول شوي وو، چاودنه وشوه.
(2022 / 4 / 30 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
رویټرز خبري اژانس د خلیفه خانقا د جومات ملا امام له قوله ويلي، چې په یاده چاودنه کې له ۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتی.
اژانس دغه راز د ځايي خلکو له خولې ویلي، چې شاوخوا ۷۰ کسه نور ټپیان شوي دي.
تېره ورځ د کابل ښار اوومې ناحیې اړوند علاوالدین کې د خلیفه په نوم د صوفیانو فرقې په یوه خانقاه کې د جمعې لمانځه وروسته، هغه وخت چې خلک د ذکر په حلقو کې سره راټول شوي وو، چاودنه وشوه.
خو د دغې چاودنې بڼه تر اوسه نه ده جوته شوې.
که څه هم رویټرز د ۵۰ کسانو د وژنې راپور ورکړی خو امنیتي چارواکي بیا وايي، برید کې یوازې۱۰ کسان وژل شوي دي.