د اوکراین او روسیې ولسمشران د جي ۲۰ هېوادونو غونډې ته بلل شوي

0
138

د اوکراین او روسیې ولسمشران د جي ۲۰ هېوادونو غونډې ته بلل شوي

د اندونیزیا ولسمشر ویدودو ویلي، چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په خاطر د روسیې د ګډون د مخنیوي لپاره د لویدیځو هیوادونو د فشارونو وروسته، موافقه وشوه چې روسیه هم کولی شي په دې غونډه کې برخه واخلي.

 

(2022 / 4 / 30  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو ویلي چې د روسيې او اوکراین ولسمشرانو ته یې بلنه ورکړې چې د جي۲۰ ډلې په نامه د سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو په کلنۍ غونډه کې ګډون وکړي. ټاکل شوې دغه غونډه د روان کال د نومبر په میاشت کې د اندونیزیا په بالي کې وشي.

د اندونیزیا ولسمشر ویدودو ویلي، چې پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل په خاطر د روسیې د ګډون د مخنیوي لپاره د لویدیځو هیوادونو د فشارونو وروسته، موافقه وشوه چې روسیه هم کولی شي په دې غونډه کې برخه واخلي.

په دې ترڅ کې د روسیې ولسمشر ویلي چې د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو، سره یې ټیلیفوني خبرې کړې او د جې۲۰ هیوادونو په غونډه کې د هغه بلنه یې منلې ده چې د بالي په جزیره کې جوړیږي.

روسیه د جي۲۰ هیوادونو په ډله کې شامله ده، خو اوکراین د دې ډلې غړی ندی. د امریکا ولسمشر جو بایډن په دې غونډه کې د ولسمشر زلینسکي د شتون وړاندیز کړی دی.

Leave a reply