د مسجد نبوي بده پیښه، د سعودي عربستان انفارمیشن دفتر لومړې غبرګون مخې ته راغلې
باغی ټي وي رپورټ
پرون د مدینې منورې په مسجد نبوي صلی الله علیه وآله وسلم کې د پېښې په اړه د سعودي عربستان لومړی غبرګون څرګند شو.
د سعودي عربستان د سفارت د اطلاعاتو مشر فواد العثیمین ویلي، د نبوي جومات د بې حرمتۍ په تور یو شمېر کسان نیول شوي دي ، په بیان کې وایی چې ددې پیښې روستو یو شمېر پاکستانیان نیول شوي دي.
د رييس د معلوماتو له مخې، نيول شوي کسان له قانون څخه د سرغړونې په تور نيول شوي دي.
د یادونې ده چې پرون په مدینه منوره مسجد نبوي کې د وزیراعظم شهباز شریف د کابینې د غړیو په ضد څه پاکستانیانو نعرې اووهلې