د پاکستان امدادي سامان نه ډکه الوتکه خوست ولایت ته رسیدلې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان هوایی ځواک سي ۱۳۰ الوتکه نن د پاکستان امدادي سامان نه ډکه الوتکه خوست ولایت ته رسیدلې.
د پاکستان سفیر منصور احمد په خپل ټویټر پانړه لیکلی چې د پاکستان هوایی ځواک الوتکه چې خوراکي توکي او داروګان پکښې شامل وو، نن خوست ته ورسیده او ځای مشرانو دا امدادي سامان وصول کړو.
یاده دې وي چې پاک افغان د ځوانانو ټولنې غړو هروخت د افغانستان او پاکستان عوامو د نزدې کیدو او ددوی ترمینځ د اړیکو له ښه کولو لپاره عملي هلې ځلې شروع کړي دي.
هم ددې هلو ځلو په بدله کښې د پاکستان حکومت دا امدادي سامان د ځپلي افغان اولس لپاره ولیږل.
د پاک افغان د ځوانانو ټولنې غړو او افغان عوامو او مشران د پاکستان دولت ستاینه کړې چې به دې سخت وخت کښې ی افغان ځپلی قام سره د خوراکي توکو او د داروګانو په شکل کښې مرسته وکړه.
Pakistan’s relief assistance in food and medicines delivered to provincial authorities of Khost for the people of Khost @SMQureshiPTI @fawadchaudhry @ForeignOfficePk @FMPublicDiploPK @PakinAfg pic.twitter.com/3doY2V3DZl
— Mansoor Ahmad Khan (@ambmansoorkhan) September 11, 2021