هند وايي که پاکستان د ترهګرو ملاتړ پرېږدي؛ خبرو ته ورسره کينو

هند وايي که پاکستان د ترهګرو ملاتړ پرېږدي؛ خبرو ته ورسره کينو
د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شهباز شریف په ټاکل کېدو سره د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو د کمولو هیلې پیدا شوې دي. هند او پاکستان، چې اتوم بمبونه لري، په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو را وروسته څو ځلې جګړې کړي دي.
(2022 / 4 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هندي چارواکو ویلي، چې له پاکستان سره تر هغه وخت پورې مذاکراتو ته نه کیني تر څو پورې چې د ترهګرو له ملاتړ څخه یې لاس نه وي اخیستی.
د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه د شهباز شریف په ټاکل کېدو سره د هند او پاکستان ترمنځ د ستونزو د کمولو هیلې پیدا شوې دي. هند او پاکستان، چې اتوم بمبونه لري، په ۱۹۴۷ کې د پاکستان له جوړېدو را وروسته څو ځلې جګړې کړي دي.
تازه د دواړو هېوادونو مشرانو یو بل ته لیکونه استولي دي، خو د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د نریندرا مودي او شهباز شریف ترمنځ لیکونه د دیپلوماتیک دود او عرف په اساس تبادله شوي دي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس هند صدراعظم مودي د پاکستان د نوي صدراعظم په توګه شریف ته مبارکي ورکړې خو د سیمې د امنیت او ثبات په اړه یې خپله غوښتنه بیا تکرار کړه.
شریف په خپلو خبرو کې په ښکاره ویلي دي چې له هند سره ښه روابط غواړي خو دا خبره یې هم کړې ده چې د کشمیر د شخړې له هواري پرته پایداره سوله نا ممکنه ده.






