کراچۍ کې چاودنه شوې، دري چینایی وګړي اووژل شول

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ يونيورسټۍ مخې ته يوې ښځې ځانمرګي بريدګرې د چينايانو يو ګاړی سره ټکر کړی او چاودنه ی کړې چې پکې د درې چينايانو په ګډون څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي .
د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د کراچۍ پوهنتون دننه د کنفیو شس انسټیټیوټ ته څېرمه یوه موټر ته څېرمه شوې ده.
ویل کیږي چې دا ګاړي چې په نښه شوې دط د کنفوشس انسټیټیوټ وو.
دچاودنې وروستو امدادي اؤ امنيتي ادارې کراچۍ يونيورسټۍ ته رسيدلي اؤ سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې اؤ امدادي کارروايۍ يې پيل کړي دي اؤ دچاودنې وروستو په ګاډي کې اور ولګیدو چې وروسته بیا اور مړ کړې شو. د کراچۍ پوهنتون ټولې دروازې تړل شوي او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
دپوليسو دسرچينو له مخې په دغه وين کې تر اوو ۷ څخه تر٨ؤ پورې کسان موجود وو خو په سمدستي توګه دا نۀ ده څرگنده شوې چې په وين کې څومره کسان اغيزمن شوي دي او بهر د پوهنتون مخې ته څومره کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي. د جیو نیوز راپور مطابق ، سرچينې وائي په دغه چاودنه کې څلور رينجر عسکر ژوبل شوي هم دي چې حالت ی د خطر وړ نه دې.






