د پاکستان په ضد د دروغو په سازش د پاکستان سفارتي محاذ تباه شوې: رانا ثناالله

0
171

باغی ټي وي رپورټ
د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د امريكې د سازش په اړه د دروغو په وجه د پاكستان سفارتي محاذ او سفارتي قوت تباه شوې دې۔

د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل مونږ کوشش کوو چې که انتخابي کمپاين د روان کال تر پايه يا د راتلونکي کال تر مئي پورې شروع شي نو نواز شريف به په پاکستان کې وي.

ده ووئيل د اختر نه پس به پوره سياسي پروګرامونه كولې شي، مسلم ليګ ن به په ټولو ټاونونو او ښارونو كښې جلسې كوي، كه پي ټي آئي اسلام آباد كښې دھرنا كول غواړي نوی و دې کړي.

رانا ثناءالله وويل دامريکا د سازش په اړه د د روغو په وجه دپاکستان سفارتي محاذ اؤ سفارتي قوت تباه کړل شو، هغه زیاته کړه چې پي ټي ائي پخپله هم پوهيږي چې دا یوه د دروغو ډرامه وه.

Leave a reply