امریکا د اسرائیلو د دفاعي سیستم د پیاوړي کېدو لپاره یو میلیارد ډالر مرسته کوي 

0
150

امریکا د اسرائیلو د دفاعي سیستم د پیاوړي کېدو لپاره یو میلیارد ډالر مرسته کوي 

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې بايډن له اسرائيلو پر ملاتړ ټينګار کړی او د دغه هيواد د هوايي دفاع سيستم د پياوړي کولو لپاره يې د يو ميليارد ډالرو مرستې اعلان هم کړی دی.

 

(2022 / 4 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امريکا ولسمشر جوبايډن د اسرائيلو له لومړي وزير نفتالي بينيټ سره ټليفوني خبرې کړې او هغه هيواد ته د سفر بلنه يې منلې ده.

سپينه ماڼۍ وايي، دواړو لورو د ايران او ايران پلوو وسله والو له لوري سيمې ته په متوجه ګواښونو او ګډو امنيتي ستونزو خبرې کړې دي.

په دې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې بايډن له اسرائيلو پر ملاتړ ټينګار کړی او د دغه هيواد د هوايي دفاع سيستم د پياوړي کولو لپاره يې د يو ميليارد ډالرو مرستې اعلان هم کړی دی.

بايډن اسرائيلو ته د سفر بلنه په داسې حال کې منلې چې د فلسطيني معترضينو پر وړاندې د اسرائيلي اشغالګرو وروستيو بريدونو او ظالمانه چلند په نړيواله کچه پراخ غبرګونونه را پارولي دي.

Leave a reply