ایران ویلي چې تمه لري د پوله ساتو ځواکونو تر منځ همغږي ډېره شي 

0
186

ایران ویلي چې تمه لري د پوله ساتو ځواکونو تر منځ همغږي ډېره شي 

د شنبې په ورځ په هرات کې له ایران سره پر ګډه پوله ناندرۍ رامنځ ته شوې چې له امله یې پوله هم د یوې ورځې لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو دمګړی وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

 

(2022 / 4 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

ایرا ن وایي له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري چې وکړی شي د خبرو له لارې په پوله کې د ناندریو مخنیوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ویلي چې دوی له افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي او تمه لري چې په پوله کې ناندرۍ بیا ځلې تکرار نه شي او دوی هر څه له افغان لوري سره د خبرو له لارې حل کول غواړي.

نوموړی وايي د افغانستان د کورنیو چارو د دفاع وزارتونو سره اړیکه نیسي او تمه لري چې د پولو په ساتنه او کنټرول کې همغږي ډېره کړل شي.

د شنبې په ورځ په هرات کې له ایران سره پر ګډه پوله ناندرۍ رامنځ ته شوې چې له امله یې پوله هم د یوې ورځې لپاره د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، خو دمګړی وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی دی.

Leave a reply