د ضلع کرم مناتو اولس او زده کوونکي د ستونزو سره مخ دي

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع کرم مناتو اوسیدونکي او د ګورنمنټ هاییر سیکنډري سکول مناتو زده کوونکو د یو شمیر ستونز سره مخ دي او غوښتنه ی کړې ده چې په سکول کې دې دغه ستونزې هوارې کړې شي.
د ځایی خلقو مطابق په یاد سکول کې په سلګونو شمیر کې زده کوونکي د لرې لرې سیمو څخه د زده کړې لپاره راځي خو دې زده کوونکو لپاره په دې سکول کې د هاسټل اسانتیاوې نشته، ځایی خلق غوښتنه کوي چې په دې سکول کې هاسټل سهولت ورکړې شي.
د ځای زده کووکو مطابق په دې سکول کې د ساینس لیبارټرې لپاره اهلکار او د ساینس مضمون استاذانو هم نشتوالې دې چې له وجهې ی ددې ځای زده کوونکو راتلونکې د سخت ګواښ سره مخ دې.
ځایی زده کوونکو او مشرانو غوښتنه کوي چې په دې سکول کې د ساینس مضمون استاذان مقرر کړي چې ددې سکول او سیمې خلق هم لکه د نورو سیمو په شان لوړې زده کړي وکړي او د قوم او ملک د روښانه راتلونکي لپاره خپل رول ولوبوي.
د زده کوونکو مطابق په دې سکول کې د اوبو نشتوالي له وجهې هم زده کوونکي د سختو ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي چې په سکول کې د اوبو ستونزه هم هواره کړې شي.
د ځایی خلقو مطابق دا زده کوونکي یاد سکول ته د کوټکی، شمخۍ، خره شو، مارغان، لنګرو، چناراک، لویر منډان، اپر منډان، دوراني، شګې، مېله، خټکه مېله، کونډالي بابا، اووټ، وراسته، خاوکلي، ظريف خان کلې، خو له بده مرغه د زده کوونکو د هاسټل نشتوالي له امله زده کوونکي ډیر بد متاثره دي. ځایی خلق غوښتنه کوي چې د لرې سیمو زده کوونکو لپاره دې یو هاسټل جوړ شي چې ددوی زده کړې متاثره نه شي او دوی په اسانه سره زده کړې وکړي.






