د پاکستان په شمالي وزیرستان کې درې پوځیان وژل شوي

0
206

د پاکستان په شمالي وزیرستان کې درې پوځیان وژل شوي

د دغه برید مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. له دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ نېټه د شمالي وزیرستان په دته‌خېلو سیمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

 

(2022 / 4 / 23   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پاکستاني رسنیو د دغه هېواد د پوځي چارواکو له قوله، راپور ورکړی چې د شمالي وزیرستان په دیوګر سیمه کې له وسله‌والو سره په نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي.

پاکستاني پوځي چارواکو ویلي چې برید د افغانستان له خاورې وسله‌والو کسانو کړی دی.

د دغه برید مسوولیت تراوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی. له دې وړاندې د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ نېټه د شمالي وزیرستان په دته‌خېلو سیمه کې د یوه وسله‌وال برید پرمهال اووه پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.

Leave a reply