د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ کې د قامي سلامتیا کمیټۍ غونډه ترسره شوه

باغی ټي وي رپورټ
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کې د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه شوې چې پکې امريکا کې د پاکستان پخواني سفير اسد مجيد د مبينه ګواښ پوسټ په اړه بريفنګ ورکړی شوې دې.
د ملي امنیت شورا د تېرې غونډې دقیقې هم وړاندې شوې. د غونډې په اړه به یو ګډ بیان جاري شي.
ياده دې وي چې د ۲۰۲۲م کال د مارچ په ۲۷مه د پي ټي ائي چيئرمېن او د هغه وخت وزيراعظم عمران خان په اسلام اباد کې د يوې جلسې په مهال يو خط ليکلی ؤ چې پکې ادعا شوې وه چې د هغه د حکومت د نسکورولو سازش د يو ډېر طاقتور ملک لخوا جوړ شوی دی .د بهرنیو چارو وزارت وروسته په اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته د دې مسلې په اړه د ډی مارش او او احتجاج هم کړې وو.
د ۲۰۲۲ کال د مارچ د میاشتې د ۳۱ نیټې د ملي امنیت د کمیټې د غونډې اعلامیه
قامي اسمبلۍ د خارجه سفارتکار لخوا په استعمال شوې ژبه خواشیني ښودلې او دريځ يې خپل کړی وو چې بهرنۍ ليکنې د پاکستان په کورنيو چارو کې د ښکاره لاسوهنې په معنی دي، د پاکستان په کورنيو چارو کې هر ډول لاسوهنه د زغم وړ نه ده او په کورنيو چارو کې مداخله په هيڅ صورت د منلو نه ده.






