عمران خان د نوي حکومت پر ضد د پراخ لاریون اعلان کړی

0
162

عمران خان د نوي حکومت پر ضد د پراخ لاریون اعلان کړی

عمران خان دغه لاریون ته د ازادۍ مبارزې نوم ورکړل دی. نوموړي يو ځل بيا تور پورې کړ چې حکومت يې د بهرنۍ دسیسې په مرسته نسکور شوی دی.

خان له دې وړاندې هم ویلي و چې د امریکا په مرسته د حکومت اپوزېسيون نوموړی له واکه لرې کړی.

خو د پاکستان د اوسني اېتلافي حکومت ګوندونو او واشنګټن بیا دا تور رد کړی دی.

(2022 / 4 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان تحریک انصاف مشر او مخکيني لومړي وزير، عمران خان د نوي حکومت پرضد د اسلام اباد پر لوري د پراخ لاریون اعلان کړی دی.

نوموړي پرون ناوخته لاهور کې خپلو پلويانو ته د وينا پر مهال، د دغه لاریون نېټه و نه ښوده، خو پر خلکو یې غږ وکړ چې په دې تحریک کې ورسره ملګري شي.

نوموړي زیاته کړه چې د خپل ګوند ټولو مشرانو ته يې ویلي چې د ټول پاکستان په کچه لاريون ته خلک راټول کړي.

Leave a reply