چین او د امریکا چارواکي ۷ اووه میاشتې پس په خله شول

د چین او امریکا قامي بیرغونه: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د امریکې او چین هیواد چارواکو د اووه میاشتود وقفې نه پس په ټیلي فون خبرې کړي ، مشرانو په دې خبره ټینګار کړې چې که د دنیا دوه لوی اقتصادي طاقتونو چین او امریکې ترمینځ که څه اختلافات وي نو داسې نه دې په په کار چې دا اختلافات د جنګ شکل اختیار کړي.
د رایټرنیوز ایجنسۍ رپورټ مطابق د سپینې مانړې نه جاري شوي یو بیان مطابق د امریکې اولس مشر جوبایډن او د چین کمیونسټ پارټۍ مرستیال ژي جنپنګ ترمینځ ۹۰ نوي دقیقې اوږدې خبرې شوي دي.
په دې خبرو کښې په علاقای صورت حال،سټریټیجک ، کورونا ،موسمیاتي بدلون او د اقتصادي په مد کښې راپیښې په یو شمیر ستونزو رنړا ووچول شوه.
یاده دې وي چې په افغانستان کښې د امارت اسلامی افغانستان د حکومت راتلو نه پس په دې علاقه کښې د چین، روس او د وسطي ایشیایی ملکونو دلچسپي زیاته شوي ځکه چین غواړي چې د پاکستان په لار دغه هیوادونه د سي پیک د لویی پروژې په ذریعه وتړي او دې هیوادونو ته خپل جوړ کړې شوي مالونه ،صنعتي توکي منتقل کړي چې دې هیوادونه سره تجارت ته وده ورکړي.





