په بلخ کې د پنبې غوړیو د تولید شرکت وایي په تولیداتو کې یې ډېروالی راغلی دی

د شرکت مسوولین وایي چې د عوایدو د ډېرېدو لامل یې د کروندګرو له لوري د ډېرو حاصلاتو ترلاسه کول دي او دوی هڅه کوي چې ددغه شرکت چارې لا پراخې او ښې کړي.
د هېواد په شمال کې د پنبې کرل خورا ډېره مخینه لري چې ډول ډول محصولات ترې ترلاسه کېږي.
(2022 / 4 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دغه دولتي شرکت په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي، چې روانه میاشت یې د تولیداتو په کچه کې دوه برابره ډېروالی راغلی دی چې ورسره جوخت یې عواید هم دوه برابره شوي دي.
سرچینه کاږي چې دوی په تېرو میاشتو کې شاوخوا ۲۲ میلیونه عواید راټولول چې دمګړی ددغه عوایدو کچه پنځوس میلیونه افغانیو ته لوړه شوې ده.