پاکستان له افغانستان سره د هند مرسته شوو غنمو د لېږد  لپاره ختمه شوې موده تمدید کړه  

0
79

 پاکستان له افغانستان سره دهند مرسته شوو غنمو د لېږد  لپاره ختمه شوې موده تمدید کړه

هند د نوي حکومت په راتګ او په افغانستان کې د خوړو له کمښت سره هممهاله د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه وکړه چې اته میاشتې کېږي د پاکستان له لوري ددغه غنمو په لېږد کې ډول ډول خنډونه رامنځ ته کېږي.

 

(2022 / 4 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی په لومړي سر کې هند ته درې میاشتې وخت ورکړی و، چې د پاکستان له لارې افغانستان ته مرسته شوي غنم او درمل ولېږدوي، دغه موده د مارچ په وروستیو ورځو کې ختمه شوې وه، خو دا چې دغه غنم لا پاتې دي نو هندي لوري ته دوه میاشتې نور هم وخت ورکړل شوی دی.

پاکستان ویلي چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره دغه اقدام کوي.

تر دې وړاندې هند ویلي وو، چې موده ختمه شوې ده او زرګونه ټن غنم لا هم په بندرونو کې پاتې دي.

هند د نوي حکومت په راتګ او په افغانستان کې د خوړو له کمښت سره هممهاله د ۵۰ زره ټنه غنمو د مرستې ژمنه وکړه چې اته میاشتې کېږي د پاکستان له لوري د دغه غنمو په لېږد کې ډول ډول خنډونه رامنځ ته کېږي.

Leave a reply