پاکستان پر ا.ا غږ کړی چې د پاک افغان باډر ساتنه وکړۍ، تر څو ترهګر پاکستان ته داخل نشي 

0
103

پاکستان پر ا.ا غږ کړی چې د پاک افغان باډر ساتنه وکړۍ، تر څو ترهګر پاکستان ته داخل نشي 

بلخوا د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان ادعا رد کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دوی هیڅ ډلې ته د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د افغان خاورې کارولو اجازه نه ورکوي او خبرداری یې ورکړی دی چې که چېرته دا ډول بریدونه دوام ومومي نو په یاد دې ولري چې افغانان خپل پور هیچاته هم پرېږدي.

(2022 / 4 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

وروسته تر هغه چې پر افغان خاوره د پاکستان هوایي بریدونه له سختو غبرګونونو سره مخ شول، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو امنیت خوندي او د پاکستان ضد وسله والو پر وړاندې اقدامات وکړي.

پاکستان دغه راز له افغانستان څخه غوښتي چې په خپله خاوره کې دې د هغو سخت دریځو ډلو مخه ونیسي چې له دغې خاورې په استفادې په پاکستان کې په ډاډه زړه ترهګریزې کړنې ترسره کوي.

خبرپاڼه کاږي، اسلام اباد د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري او چمتو دي چې له افغانستان سره په ټولو برخو کې دوه اړخیزه همکاري پیاوړې کړي.

Leave a reply