د پي ټي آیی قامي اسمبلۍ غړیو استعفی ګانې منظورې شوې

باغی ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ قائم مقام سپيکر د پي ټي آئي د غړو استعفې منظوري کړي دي.
د قامي اسمبلۍ ډپټي سپيکر قاسم سوري د قائم مقام سپيکر په توګه د پي ټي آئي د 123 غړو استعفاوې منلې دي۔
قاسم سوري په ټويټر جاري شوي يو بيان کښې وئيلي دي چې د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د قومي اسمبلۍ د 123 غړو استعفاوې د قامي اسمبلۍ د قائم مقام سپيکر په حيث ترلاسه شوي دي او د قوانينو او مقرراتو لاندې قبولې شوې دي۔
ياده دې وي چې د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد د تحريک تر بريالي کېدو وروسته پي ټي ايي د شهباز شريف د وزيراعظم کېدو وروستو د قامي اسمبلۍ نه د استعفا اعلان کړی وو.
بطور قائم مقام اسپیکر قومی اسمبلی مجھے موصو ل ہونے والے پاکستان تحریک انصاف کے 123 اراکین قومی اسمبلی کے استعفوں کو رولز اور ضابطے کے تحت منظور کرلیا گیا ہے۔ pic.twitter.com/Yt1NASuUwp
— Qasim Khan Suri (@QasimKhanSuri) April 14, 2022






