غني: له افغانانو بښنه غواړم

غني: له افغانانو بښنه غواړم
پخواني ولسمشر محمداشرف غني تېره شپه په ټوېټر یو پیغام خپور کړ چې د سپیناوي تر څنګ یې له افغانانو پکې بښنه هم غوښتې ده.
(2021 / 9 / 9 نېټه باغي ټلویوزیون)
پخواني ولسمشر محمداشرف غني تېره شپه په ټوېټر یو پیغام خپور کړ چې د سپیناوي تر څنګ یې له افغانانو پکې بښنه هم غوښتې ده.
نوموړې د روسيې پر دۀ لکول شویو تورنو ته په اشارې ویلي چې حاضر دی د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب یې خپله ټوله شتمني وڅېړل شي.
همدارنګه یې لیکلي ؤ چې له افغانانو بښنه غواړي ، ځکه په وینا يې څنګه خدمت چې مې باید افغانانو ته کړی وای هغسې مې ونکړل.
تر دې وړاندې روسیې تور پورې کړی ؤ چې ولسمشر غني له هېواد نه د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي.






