هند او امریکا پر ا.ا غږ کړی چې د بشري حقونو برخه کې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي 

0
140

هند او امریکا پر ا.ا غږ کړی چې د بشري حقونو برخه کې خپلو ژمنو باندې عمل وکړي 

د افغانستان ا.ا تر اوسه پورې دې څرګندونو ته تازه غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې تر دې یې په افغانستان کې د بهرنیو ترهګرو ډلو موجودیت رد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې له افغان خاورې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هیڅ ډول ګواښ متوجه نه دی.

(2022 / 4 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا او هند د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو د افغانستان له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک په رعایت سره دې نړۍ ډاډمنه کړي چې له افغان خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار نه اخیستل کېږي.

دوی دغه راز ویلي چې طالبانو تر اوسه پورې پر خپلو ډېریو ژمنو عمل نه دی کړی او دې چارې نه یوازې امریکا او هند بلکې ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده. دغو لوړپوړو چارواکو همدا راز له ا.ا څخه غوښتنه کړې ده چې بشري حقونو ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Leave a reply