نوي وزیراعظم شهباز شریف ته په وزیراعظم هاوس راتلو ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو

باغي ټي وي رپورټ
نوي منتخب وزيراعظم شهباز شريف ته وزيراعظم هاؤس ته رسيدو په موقع ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو.

وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ د وزيراعظم په توګه د سوګند پورته كولو وروستو د نهې په ورځ وزيراعظم هاؤس ته رسيدلې چرته چې ورته ګارډ آف آنر وړاندې كړو۔
د پاکستان فوځ یوې قوي او چمتو ډلې نوي منتخب وزيراعظم ته ګارډ آف آنر وړاندې کړو په داسې حال کې چې وزيراعظم د ګارډ آف آنر معاينه هم وکړه.

د ګارډ آف آنر د معائنې نه پس نوے منتخب وزيراعظم د وزيراعظم هاؤس كاركوونكو ته ورپيژندل شو٬ شهباز شريف د وزیراعظم ماڼې د یو یو تن سره ستړي مشي وکړل.

د یادونې ده چې شهباز شریف له ملي اسمبلۍ څخه د ۱۷۴ رایو په ترلاسه کولو سره د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر ټاکل شوی دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *