جرمني: طالبانو سره؛ تماس ساتو، وړاندې تګ د دوی چلند پورې اړه لري

0
90

جرمني: طالبانو سره؛ تماس ساتو، وړاندې تګ د دوی چلند پورې اړه لري

جرمني وایي چې طالبانو سره اړیکې ساتي خو دا چې وړاندې ورسره ځي او کنه د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري.

 

(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)

جرمني وایي چې طالبانو سره اړیکې ساتي خو دا چې وړاندې ورسره ځي او کنه د دغې ډلې په چلند پورې اړه لري. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې دوی به له طالبانو سره خپلې اړیکې وساتي خو په راتلونکې کې له هغوی سره د ګډ کار او اړیکو دوام د دوی په سلوک پورې مربوط دی. ماس زیاته کړې، کومه کابینه چې د طالبانو له لوري په مؤقت ډول اعلان شوې ده بشپړه طالباني ده او نور هیڅوک پکې ځای نه لري خو هیله یې څرګنده کړې ده چې طالبان به په راتلونکې کې پراخ بنسټه حکومت جوړ کړي څو ټول افغانان پکې خپل ځان وویني. نوموړي همدا راز ویلي چې جرمني به د ملګرو ملتونو له لارې له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

Leave a reply