اشرف غني وايي چمتو یم چې سرمایه مې وڅېړل شي

اشرف غني وايي چمتو یم چې سرمايه مې وڅېړل شي
پخواني ولسمشر اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسيې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په میلیونونه ډالر یې غلا کړي دي.
(2021 / 9 / 8 نېټه باغي ټلویزیون)
پخواني ولسمشر اشرف غني د یوې اعلامیې په خپرولو سره د روسيې هغه تورونه رد کړي چې ګواکې په میلیونونه ډالر یې غلا کړي دي.
نوموړي ویلي چمتو یم چې د ملګرو ملتونو په څارنه مې خپلې سرمایه وڅېړل شي.
تر دې وړاندې روسیې خبر خپور کړی ؤ چې ولسمشر اشرف غني په میلیونونو ډالر له ځان سره وړي دي.






