په کندوز ولایت کښې یو شمیر ښځو د امارت اسلامی افغانستان حمایت کړې

Women protest in favor of peace: File Photo
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په کندوز ولایت کښې په ګنړ شمیر کښې مقامي زنانه راوتلي او د امارت اسلامی افغانستان په حق کښې ی شعارونه پورته کړي.
زنانه وایی مونږ د امارت اسلامی حمایت کوو او په افغانستان کښې پاک اسلامي نظام غواړو.
با شعار "ما خون خواهیم داد، نظام اسلامی را زنده خواهیم داشت" شماری از زنان کندزی امروز با راهپیمایی حمایتشان را از امارت اسلامی افغانستان اعلام کردند.
بیشتر در ویدیو…👇 pic.twitter.com/RtIMaNZZdC— BNA Pashto (@bnapashto) September 8, 2021
یاده دې وي چې د پنجشیر د قبضه کولو نه پس د امارت اسلامی افغانستان خلاف یو شمیر زنانه او نور افغان وګړي په کابل او د هیواد په نور ولایتونو کښې احتجاجونه کوي ، د پاکستان خلاف نعرې وهې او د ښځو د حقونو غوښتنه هم کوي.
دې نه وړاندې هم طالب مشرانو اعلان کړې چې ښځو له به حقونه د اسلامی شریعت په چوکاټ کښې ورکوو، د دولت کارمندانو ښځو ته ی هم غړ کړې چې دوي دې کارونو ته راشي او پرده دې کوي.
په ټویټر ټولنیز رسنې په دې ویډیو کښې ښکاری چې زنانه په لاسونو کښې د امارت اسلامی افغانستان سپین بیرغونه هم لرې چې کلمه پرې لیکل شوې ده.





