یوۀ ترکي شرکت افغانستان کې د برېښنا برخه کې پانګه اچونې ته زړۀ ښۀ کړی

د اوبو او برېښنا وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ د دې وزارت مرستیال عارف الله عارف له ترکي پانګوال عبدالله سروش سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال امن دی او ټول بهرني او داخلي پانګوال کولای شي، دلته په ډاډه زړه پانګونه وکړي. په دې لیدنه کې عبدالله سروش ویلي، چې دی غواړي په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
(2022 / 4 /8 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوبو او برېښنا وزارت وايي، چې یو ترکي شرکت غواړي په افغانستان کې د انرژۍ د تولید په برخه کې پانګونه وکړي.
د اوبو او برېښنا وزارت څخه د خپرو شویو معلوماتو پر بنسټ د دې وزارت مرستیال عارف الله عارف له ترکي پانګوال عبدالله سروش سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان اوس مهال امن دی او ټول بهرني او داخلي پانګوال کولای شي، دلته په ډاډه زړه پانګونه وکړي. په دې لیدنه کې عبدالله سروش ویلي، چې دی غواړي په افغانستان کې د انرژۍ په برخه کې پانګونه وکړي.
په دې وروستیو کې په افغانستان کې د نسبي امنیت په راتلو سره په بېلابېلو برخو په تېره بیا د انرژۍ د تولید برخه کې د پانګونې لپاره د کورنیو او بهرنیو پانګوالو لېوالتیا زیاته شوې ده.