وخت راغلې چې افغانان یو موټې شي: مولوي انوارالحق مجاهد

مولوي انوارالحق مجاهد: فایل فوټو
باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان یو مخکښې غړې مولوي انورالحق مجاهد وړمه ورځ پایه تخت کابل ته ورسیدو.
کابل ته په تلو کښې د نوموړي په ځای ځای تود هرکلې وشو، په وحدت ورځپانړه کښې چاپ یو رپورټ مطابق نوموړي ته په سلګونو جهادي قوماندانانو، قامي مشرانو او نور مخورو خلقو ستړي مشي اوویل.
په دې موقع ی اوویل چې وس وخت راغلې چې افغانان په یو اتفاق شی او دهوکه نه شی، دوی اوویل چې افغانانو په یو پیړې کښې درې ځله اشغالګرو ته شکست ورکړو.
نوموړي په سروبي کښې یوې غونډې ته د وینا په محال اوویل چې آزادي ترلاسه کول خو آسان دي خو ساتل ی مشکل دي، دوی اوویل چې افغانانو په افغانستان کښې اشغالګرو ته شکست ورکړې دې.
نوموړي اوویل چې اول ځل افغانانو انګریزانو ته، بیا روسیانو ته او به دریم ځل ی امریکې او نیټو ځواکونو ته ماتې ورکړه.
نوموړی اوویل چې دا ټولې ګټې او بریاوې د افغانانو د اتفاق او اتحاد له وجهې مخې ته راغلي او وس باید افغانان یو موټې شي.






